د افغان سرې میاشتې ټولنه اعلان کړی، چې د زړه په سوري ناروغۍ اخته ۳۰ ماشومان د درملنې لپاره د کابل څلورو روغتونونو ته معرفي شوي دي.
د زړه د سوري په ناروغۍ اخته ۳۰ ماشومان روغتونونو ته د درملنې لپاره معرفي شوه
15 جوزا 1403 ساعت 11:38
د افغان سرې میاشتې ټولنه اعلان کړی، چې د زړه په سوري ناروغۍ اخته ۳۰ ماشومان د درملنې لپاره د کابل څلورو روغتونونو ته معرفي شوي دي.
آوا - کابل: د افغان سرې میاشتې ټولنه په ایکس پاڼه کې لیکلي چې دغې ادارې په تیرو دوو کلونو کې ۳۵۸۶ ماشومان په دې ناروغۍ اخته روغتونونو ته معرفي کړي دي.
د يادونې وړ ده، چې د افغان سرې مياشتې له خوا خصوصي روغتونونو ته د زړه د سوري په ناروغۍ د اخته ماشومانو د معرفي کولو لړۍ دوام لري.
د مطلب کود: 291491