دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۳۰
د مطلب کود : 291478
د خوړو نړیوال پروګرام څخه سیلاب ځپلو سره د مرستې لپاره د ۱۴ میلیونه ډالرو غوښتنه
د خوړو نړیوال پروګرام د سېلاب ځپلو سیمو لپاره د ۱۴.۵ میلیونه ډالرو غوښتنه کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د خوړو نړیوال پروګرام په ایکس پاڼه کې لیکلي چې په سېلاب ځپلو سیمو کې یې له ۶۵ زرو زیاتو خلکو سره مرسته کړې ده.

سږ کال د هېواد بېلابېل ولايتونه د سختو بارانونو او ويجاړوونکو سېلابونو شاهدان وو.

دغو سېلابونو په بغلان، غور، فاریاب، تخار او بدخشان ولایتونو کې تر ټولو زیات ځاني زیانونه اړولي دي.

وروستیو سېلابونو په افغانستان کې د خوراکي توکو د نه خوندیتوب کړکېچ لاپسې کړکیچن کړی دی.

په زياترو سيمو کې سيلابونو کرنيزې ځمکې ويجاړې کړې، چې د کليوالو کورنيو د ژوند يوازينۍ سرچينه ده.
https://avapress.com/vdcguq9x7ak9yt4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته