کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د خوړو نړیوال پروګرام څخه سیلاب ځپلو سره د مرستې لپاره د ۱۴ میلیونه ډالرو غوښتنه

15 جوزا 1403 ساعت 10:30

د خوړو نړیوال پروګرام د سېلاب ځپلو سیمو لپاره د ۱۴.۵ میلیونه ډالرو غوښتنه کړې ده.


آوا - کابل: د خوړو نړیوال پروګرام په ایکس پاڼه کې لیکلي چې په سېلاب ځپلو سیمو کې یې له ۶۵ زرو زیاتو خلکو سره مرسته کړې ده.

سږ کال د هېواد بېلابېل ولايتونه د سختو بارانونو او ويجاړوونکو سېلابونو شاهدان وو.

دغو سېلابونو په بغلان، غور، فاریاب، تخار او بدخشان ولایتونو کې تر ټولو زیات ځاني زیانونه اړولي دي.

وروستیو سېلابونو په افغانستان کې د خوراکي توکو د نه خوندیتوب کړکېچ لاپسې کړکیچن کړی دی.

په زياترو سيمو کې سيلابونو کرنيزې ځمکې ويجاړې کړې، چې د کليوالو کورنيو د ژوند يوازينۍ سرچينه ده.


د مطلب کود: 291478

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291478/د-خوړو-نړیوال-پروګرام-څخه-سیلاب-ځپلو-سره-مرستې-لپاره-۱۴-میلیونه-ډالرو-غوښتنه

آوا
  https://www.avapress.com