افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د امام خمینی (رح) د تلین په مناسبت د بلخ ولایت د رسنیو فعال سید محمد یزدان پرست وویل، چې امام خمینی (رح) د نړۍ په کچه دوه مهم مسایل راپورته کړ، اول "اسلام هیڅ پوله نه لري" او "پناه غوښتونکي د ښه چلند مستحق دي".
هغه زیاته کړه: د اخلاص او اخلاقو په محور د امام (رح) فکر هره ورځ د نړۍ په ګوټ ګوټ کښې رامینځته کیږی او د ایران د اسلامی جمهوریت د حکومت له چارواکو څخه غوښتنه کوم چې د هغه د فکر په تعقیب سره له افغان مهاجرینو سره ښه چلند وکړی. "
له بلې خوا د بلخ ولایت د رسنیو او فرهنګی چارو کارپوه قاسم نظری وویل: له اسلامی انقلاب مخکې د امام خمینی (رح) په مشرۍ انسانان او اسلامی نړۍ په تیاره او خطا کښې وه، خو د هغه په رهبری مسلمانان د رڼا، آزادۍ او سوکالۍ په لور وخوځېدل.
هغه زیاته کړه امام خمینی (رح) د نړۍ یو له ډیرو اغیزمنو او مشهورو شخصیتونو څخه دی او په اسلامی نړۍ کښې یې د امید څراغ راژوندی کړی او مونږ ټول د امام(رح) د خدمتونو قدردانی کوو.
په همدې حال کې د مزار شریف ښار یو شمېر اوسېدونکو د
افغان غږ خبری آژانس خبریال ته وویل: امام خمینی (رح) یوازې د ایران مشر نه و، بلکې هغه د اسلام له مشرانو او د نړۍ د مسلمانانو له رهبرانو څخه وو او موږ یې درناوی کوو.
باید وویل شي چې د مزارشریف ښاریان هر کال د امام خمیني (رح) تلین لمانځي.