کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د نړۍ مسلمانان او آزادۍ غوښتونکي د امام خمیني (رح) د غورځنګ پوروړي دي

15 جوزا 1403 ساعت 9:58

د مزارشريف ښار د رسنيو کارپوهان وايي، امام خميني (رح) هغه څوک و، چې «اسلام سرحد نه لري» شعار يي وړاندې کړ او د نړۍ مسلمانان او آزادي غوښتونکي د اسلامي غورځنګ او انقلاب پوروړي دي.


آوا - مزارشریف: د امام خمینی (رح) د تلین په مناسبت د بلخ ولایت د رسنیو فعال سید محمد یزدان پرست وویل، چې امام خمینی (رح) د نړۍ په کچه دوه مهم مسایل راپورته کړ، اول "اسلام هیڅ پوله نه لري" او "پناه غوښتونکي د ښه چلند مستحق دي".

هغه زیاته کړه: د اخلاص او اخلاقو په محور د امام (رح) فکر هره ورځ د نړۍ په ګوټ ګوټ کښې رامینځته کیږی او د ایران د اسلامی جمهوریت د حکومت له چارواکو څخه غوښتنه کوم چې د هغه د فکر په تعقیب سره له افغان مهاجرینو سره ښه چلند وکړی. "

له بلې خوا د بلخ ولایت د رسنیو او فرهنګی چارو کارپوه قاسم نظری وویل: له اسلامی انقلاب مخکې د امام خمینی (رح) په مشرۍ انسانان او اسلامی نړۍ په تیاره او خطا کښې وه، خو د هغه په رهبری مسلمانان د رڼا، آزادۍ او سوکالۍ په لور وخوځېدل.

هغه زیاته کړه امام خمینی (رح) د نړۍ یو له ډیرو اغیزمنو او مشهورو شخصیتونو څخه دی او په اسلامی نړۍ کښې یې د امید څراغ راژوندی کړی او مونږ ټول د امام(رح) د خدمتونو قدردانی کوو.

په همدې حال کې د مزار شریف ښار یو شمېر اوسېدونکو د آوا خبریال ته وویل: امام خمینی (رح) یوازې د ایران مشر نه و، بلکې هغه د اسلام له مشرانو او د نړۍ د مسلمانانو له رهبرانو څخه وو او موږ یې درناوی کوو.

باید وویل شي چې د مزارشریف ښاریان هر کال د امام خمیني (رح) تلین لمانځي.


د مطلب کود: 291471

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291471/د-نړۍ-مسلمانان-او-آزادۍ-غوښتونکي-امام-خمیني-رح-غورځنګ-پوروړي-دي

آوا
  https://www.avapress.com