دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۴ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۵۱
د مطلب کود : 291452
د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د باران او تیز باد د احتمال خبرداری ورکړی
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې نن او سبا په یو شمېر ولایتونو کې د ورښت او سختو بادونو خبرداری ورکړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست وړاندوینه کړې چې د دوشنبې او سه شنبې په ورځ د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې به د اورښتونو او سختو بادونو شاهد وي.
 
د دغه رياست د معلوماتو له مخې، د بدخشان، تخار او نورستان ولايتونه به د بارانونو شاهد وي او د سالنګ په ګډون شمالي، لوېديځ، سوېل ختيځ او مرکزي ولايتونه به د سختو بادونو شاهد وي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د هېواد ډېری ولایتونه د سختو بارانونو او سیلابونو شاهدان دي.
https://avapress.com/vdciwzarrt1a352.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته