کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د باران او تیز باد د احتمال خبرداری ورکړی

14 جوزا 1403 ساعت 14:51

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې نن او سبا په یو شمېر ولایتونو کې د ورښت او سختو بادونو خبرداری ورکړی دی.


آوا - کابل: د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست وړاندوینه کړې چې د دوشنبې او سه شنبې په ورځ د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې به د اورښتونو او سختو بادونو شاهد وي.
 
د دغه رياست د معلوماتو له مخې، د بدخشان، تخار او نورستان ولايتونه به د بارانونو شاهد وي او د سالنګ په ګډون شمالي، لوېديځ، سوېل ختيځ او مرکزي ولايتونه به د سختو بادونو شاهد وي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د هېواد ډېری ولایتونه د سختو بارانونو او سیلابونو شاهدان دي.


د مطلب کود: 291452

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291452/د-هوا-پېژندنې-ادارې-هېواد-په-یو-شمېر-ولایتونو-کې-باران-او-تیز-باد-احتمال-خبرداری-ورکړی

آوا
  https://www.avapress.com