دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۴ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۴۳
د مطلب کود : 291450
په ټول هیواد کې د پولیو واکسین د تطبیق بهیر پیل شو
د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی، چې نن دوشنبه (د جوزا ۱۴ مه) به په ټول هېواد کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شي.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د روان کال د پولیو د واکسین د څلور ورځني ملي کمپاین دوهم پړاو نن دوشنبه د جوزا په ۱۴مه په ټول هیواد کې پیل شو.
 
دغه وزارت زیاتوي چې د کمپاین په دې پړاو کې به په ټول هېواد کې شاوخوا ۱۱،۲ میلیونه هغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم وي، واکسین شي.
 
په همدې حال کې افغانستان او پاکستان یوازینی هیوادونه دي چې تر اوسه یې پولیو له منځه نه ده وړې.
 
تېر کال د هېواد په ختیځو او جنوبي ولایتونو کې د پولیو څو پېښې ثبت شوې وې.
https://avapress.com/vdcgnq9xzak9yt4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته