کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ټول هیواد کې د پولیو واکسین د تطبیق بهیر پیل شو

14 جوزا 1403 ساعت 14:43

د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی، چې نن دوشنبه (د جوزا ۱۴ مه) به په ټول هېواد کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شي.


آوا: د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د روان کال د پولیو د واکسین د څلور ورځني ملي کمپاین دوهم پړاو نن دوشنبه د جوزا په ۱۴مه په ټول هیواد کې پیل شو.
 
دغه وزارت زیاتوي چې د کمپاین په دې پړاو کې به په ټول هېواد کې شاوخوا ۱۱،۲ میلیونه هغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم وي، واکسین شي.
 
په همدې حال کې افغانستان او پاکستان یوازینی هیوادونه دي چې تر اوسه یې پولیو له منځه نه ده وړې.
 
تېر کال د هېواد په ختیځو او جنوبي ولایتونو کې د پولیو څو پېښې ثبت شوې وې.


د مطلب کود: 291450

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291450/په-ټول-هیواد-کې-د-پولیو-واکسین-تطبیق-بهیر-پیل-شو

آوا
  https://www.avapress.com