افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د سمنګان ولایت په یو شمیر ولسوالیو او مرکز کې د ۱۳۸ زره ۴۳۳ ډالرو په ارزښت د څښاک د پاکو اوبو د شپږو شبکو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
ويل کيږي چې دغه شبکې د (AHF) موسسې په مالي مرسته او د دغه ولايت د بيارغونې او پراختيا رياست په همغږۍ جوړې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ په پکتيا او کونړ ولايتونو کې د اوبو رسولو څو نورې شبکې هم ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.