کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په سمنګان ولایت کې د اوبو رسولو شپږ شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

14 جوزا 1403 ساعت 12:29

د سمنګان ولایت په بېلابېلو سیمو کې د ۱۳۸ زره ۴۳۳ ډالرو په ارزښت د اوبو رسولو شپږ صحي شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.


آوا - مزارشریف: د سمنګان ولایت په یو شمیر ولسوالیو او مرکز کې د ۱۳۸ زره ۴۳۳ ډالرو په ارزښت د څښاک د پاکو اوبو د شپږو شبکو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
 
ويل کيږي چې دغه شبکې د (AHF) موسسې په مالي مرسته او د دغه ولايت د بيارغونې او پراختيا رياست په همغږۍ جوړې شوې دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ په پکتيا او کونړ ولايتونو کې د اوبو رسولو څو نورې شبکې هم ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.


د مطلب کود: 291443

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291443/په-سمنګان-ولایت-کې-د-اوبو-رسولو-شپږ-شبکې-ګټې-اخیستنې-ته-وسپارل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com