افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ګمرکونو عمومي رئیس مفتي عبدالمتین سعید پکتیا ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ۸۳۰۰ زره افغانیو په لګښت د یوه جومات د بنسټ ډبره کېښوده.
ويل کيږي چې دغه جومات به د ډنډ پټان ولسوالۍ په ګمرک کې جوړ شي.
د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې، دغه جومات به په دوو پوړونو کې له ټولو اړینو ملحقاتو سره په داسې حال کې جوړ شي چې په یو وخت کې به د ۵۲۰ لمونځ کوونکو ظرفیت ولري.