کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پکتيا ولايت کې د څه دپاسه اته ميليونه افغانيو په لګښت د يوه جومات د جوړولو کار پيل شو

14 جوزا 1403 ساعت 10:01

د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د ۸ میلیونه ۳۰۰ زره افغانیو په لګښت د یوه جومات د بنسټ ډبره د ګمرک د عمومي رئیس عبدالمتین سعید په حضور کې کېښودل شوه.


آوا - کابل: د ګمرکونو عمومي رئیس مفتي عبدالمتین سعید پکتیا ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ۸۳۰۰ زره افغانیو په لګښت د یوه جومات د بنسټ ډبره کېښوده.
 
ويل کيږي چې دغه جومات به د ډنډ پټان ولسوالۍ په ګمرک کې جوړ شي.
 
د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې، دغه جومات به په دوو پوړونو کې له ټولو اړینو ملحقاتو سره په داسې حال کې جوړ شي چې په یو وخت کې به د ۵۲۰ لمونځ کوونکو ظرفیت ولري.


د مطلب کود: 291426

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291426/په-پکتيا-ولايت-کې-د-څه-دپاسه-اته-ميليونه-افغانيو-لګښت-يوه-جومات-جوړولو-کار-پيل-شو

آوا
  https://www.avapress.com