دخپریدو نیټه :شنبه ۱۲ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۱۷
د مطلب کود : 291344
قرغزستان او تاجکستان د افغانستان له لارې پاکستان ته د برېښنا صادرات پیلوي
د قرغزستان د انرژۍ وزارت اعلان کړی، چې دغه هېواد او تاجکستان به تر ۲۰۲۵ کال پورې د افغانستان له لارې پاکستان ته د برېښنا صادرات پیل کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د راپورونو له مخې د قرغزستان د انرژۍ وزارت داسې پلان چمتو کړی چې له مخې به یې دغه هېواد او تاجکستان تر ۲۰۲۵ کال پورې د افغانستان له لارې پاکستان ته د برېښنا صادرات پیل کړی.

د سنټرل ایشیا ټایمز ویب پاڼې د معلوماتو له مخې، دا پروګرام تر ۲۰۳۵ کال پورې د قرغزستان د انرژۍ د ملي پروګرام یوه برخه ده.

کاسا ۱۰۰۰ هغه پروژه ده چې له منځنۍ اسیا څخه جنوبي اسیا ته د افغانستان له لارې برېښنا لېږدوي.

د روان کال په پیل کې قرغزستان له پاکستان او تاجکستان سره د دغې پروژې د بیا احیا په اړه یو ګډ تړون لاسلیک کړ.
https://avapress.com/vdci5zar5t1a3p2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته