د قرغزستان د انرژۍ وزارت اعلان کړی، چې دغه هېواد او تاجکستان به تر ۲۰۲۵ کال پورې د افغانستان له لارې پاکستان ته د برېښنا صادرات پیل کړي.
قرغزستان او تاجکستان د افغانستان له لارې پاکستان ته د برېښنا صادرات پیلوي
12 جوزا 1403 ساعت 15:17
د قرغزستان د انرژۍ وزارت اعلان کړی، چې دغه هېواد او تاجکستان به تر ۲۰۲۵ کال پورې د افغانستان له لارې پاکستان ته د برېښنا صادرات پیل کړي.
آوا - کابل: د راپورونو له مخې د قرغزستان د انرژۍ وزارت داسې پلان چمتو کړی چې له مخې به یې دغه هېواد او تاجکستان تر ۲۰۲۵ کال پورې د افغانستان له لارې پاکستان ته د برېښنا صادرات پیل کړی.
د سنټرل ایشیا ټایمز ویب پاڼې د معلوماتو له مخې، دا پروګرام تر ۲۰۳۵ کال پورې د قرغزستان د انرژۍ د ملي پروګرام یوه برخه ده.
کاسا ۱۰۰۰ هغه پروژه ده چې له منځنۍ اسیا څخه جنوبي اسیا ته د افغانستان له لارې برېښنا لېږدوي.
د روان کال په پیل کې قرغزستان له پاکستان او تاجکستان سره د دغې پروژې د بیا احیا په اړه یو ګډ تړون لاسلیک کړ.
د مطلب کود: 291344