دخپریدو نیټه :شنبه ۱۲ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۲۸
د مطلب کود : 291312
په ننګرهار کې د کښتۍ د ډوبیدو له امله ۲۰ تنه مړه شوي دي
د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په مومندرې ولسوالۍ کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله ۲۰ تنه مړه شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ننګرهار ولایت د اسلامی امارت د اطلاعاتو او کلتور ریاست نن سهار (شنبه د جوزا ۱۲ مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دی.

دا پېښه د مومندرې ولسوالۍ په باسل سیمه کې شوې ده.

په دې کښتۍ کې ۲۵ تنه سپاره وو، چې یوازې ۵ تنه یې له اوبو څخه ژوندي وتلي دي.
https://avapress.com/vdcdff0xxyt0ns6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته