کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار کې د کښتۍ د ډوبیدو له امله ۲۰ تنه مړه شوي دي

12 جوزا 1403 ساعت 10:28

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په مومندرې ولسوالۍ کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله ۲۰ تنه مړه شوي دي.


آوا - کابل: د ننګرهار ولایت د اسلامی امارت د اطلاعاتو او کلتور ریاست نن سهار (شنبه د جوزا ۱۲ مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دی.

دا پېښه د مومندرې ولسوالۍ په باسل سیمه کې شوې ده.

په دې کښتۍ کې ۲۵ تنه سپاره وو، چې یوازې ۵ تنه یې له اوبو څخه ژوندي وتلي دي.


د مطلب کود: 291312

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291312/په-ننګرهار-کې-د-کښتۍ-ډوبیدو-له-امله-۲۰-تنه-مړه-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com