افغان غږ خبری آژانس: د صهیونیسټی پوځی راډیو د خبر له مخې د دغه رژیم لس تنه عسکر په تیرو شلو ورځو کښې په جبالیا کښې د ۹۸ فرقې په عملیاتو کښې وژل شوی دی.
درې ورځې مخکې د حماس پوځي څانګې القسام کنډک د غزې تړانګې په شمال کې په جبالیه کې د یو شمېر اسراییلي پوځیانو د وژل کېدو، ټپي کېدو او نیولو خبر ورکړ.
په ورته وخت کې الجزیرې اعلان وکړ چې اسرائیلي اشغالګر ځواکونه د تل الزطر، بیت لاهیا، بیت حنون او د غزې د تړانګې له ټولو شمالي برخو څخه وتلي دي.
په همدې حال کې د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې د غزې په تړانګه کښې د صهیونیسټ رژیم څه دپاسه ۶۴۰ پوځیان وژل شوی دی .