کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په جبالیا کښې د دغه رژیم د لسو عسکرو په وژل کیدو د صهیونیسټ رژیم د پوځ اعتراف

12 جوزا 1403 ساعت 10:14

د اسرائیلو پوځ اعلان وکړ چې د غزې تړانګې په شمال کښې د جبالیا په سیمه کښې په تیرو شلو ورځو کښې د دغه رژیم لس پوځیان وژل شوی دی.


آوا: د صهیونیسټی پوځی راډیو د خبر له مخې د دغه رژیم لس تنه عسکر په تیرو شلو ورځو کښې په جبالیا کښې د ۹۸ فرقې په عملیاتو کښې وژل شوی دی.

درې ورځې مخکې د حماس پوځي څانګې القسام کنډک د غزې تړانګې په شمال کې په جبالیه کې د یو شمېر اسراییلي پوځیانو د وژل کېدو، ټپي کېدو او نیولو خبر ورکړ.

په ورته وخت کې الجزیرې اعلان وکړ چې اسرائیلي اشغالګر ځواکونه د تل الزطر، بیت لاهیا، بیت حنون او د غزې د تړانګې له ټولو شمالي برخو څخه وتلي دي.

په همدې حال کې د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې د غزې په تړانګه کښې د صهیونیسټ رژیم څه دپاسه ۶۴۰ پوځیان وژل شوی دی .


د مطلب کود: 291308

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291308/په-جبالیا-کښې-د-دغه-رژیم-لسو-عسکرو-وژل-کیدو-صهیونیسټ-پوځ-اعتراف

آوا
  https://www.avapress.com