دخپریدو نیټه :شنبه ۱۲ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۰۳
د مطلب کود : 291305
پر یمن د امریکا په برید کې تر ۴۵ ډېر کسان شهیدان او ټپیان شول
د یمن د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د الحدیده راډیو په ودانۍ او بندر السلف باندې د امریکې او برطانیې د ائتلاف د هوایی حملو په نتیجه کښې ۱۶ کسان وژل شوی او تر ۳۰ زیات ژوبل شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د یمن المسیره خبری آژانس خبر ورکړی، چې د الحدیده راډیو پر ودانۍ او بندر السلف باندې د امریکا او برتانیې د ائتلاف د هوایی بریدونو په پایله کې ۱۶ تنه وژل شوی او ۳۰ تنه نور ټپیان شوی دی.

د یمن د روغتیا وزارت هم د یوې بیانیې په خپرولو سره په الحدیده ولایت کښې د امریکې او برطانیې د ائتلاف د الوتکو او په ملکیانو باندې د مستقيمو بمباریو غندنه وکړه.

د یمن د روغتیا وزارت زیاته کړه چې د یمن په خلاف د امریکې-انګلستان-صهیونیسټی ائتلاف په هوایی حملو کښې د ملکیانو قصدی او غیر قانونی وژل یو جنګی جنایت دی.

دغه وزارت ویلي، چې د یمن په حدیده کې د ایتلاف یرغل د بشري حقونو له نړیوالو قوانینو سرغړونه ښيي.
https://avapress.com/vdcfxyd0tw6d1ma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته