کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پر یمن د امریکا په برید کې تر ۴۵ ډېر کسان شهیدان او ټپیان شول

12 جوزا 1403 ساعت 10:03

د یمن د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د الحدیده راډیو په ودانۍ او بندر السلف باندې د امریکې او برطانیې د ائتلاف د هوایی حملو په نتیجه کښې ۱۶ کسان وژل شوی او تر ۳۰ زیات ژوبل شوی دی.


آوا: د یمن المسیره خبری آژانس خبر ورکړی، چې د الحدیده راډیو پر ودانۍ او بندر السلف باندې د امریکا او برتانیې د ائتلاف د هوایی بریدونو په پایله کې ۱۶ تنه وژل شوی او ۳۰ تنه نور ټپیان شوی دی.

د یمن د روغتیا وزارت هم د یوې بیانیې په خپرولو سره په الحدیده ولایت کښې د امریکې او برطانیې د ائتلاف د الوتکو او په ملکیانو باندې د مستقيمو بمباریو غندنه وکړه.

د یمن د روغتیا وزارت زیاته کړه چې د یمن په خلاف د امریکې-انګلستان-صهیونیسټی ائتلاف په هوایی حملو کښې د ملکیانو قصدی او غیر قانونی وژل یو جنګی جنایت دی.

دغه وزارت ویلي، چې د یمن په حدیده کې د ایتلاف یرغل د بشري حقونو له نړیوالو قوانینو سرغړونه ښيي.


د مطلب کود: 291305

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291305/پر-یمن-د-امریکا-په-برید-کې-تر-۴۵-ډېر-کسان-شهیدان-او-ټپیان-شول

آوا
  https://www.avapress.com