افغان غږ خبری آژانس: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دغه هېواد د کورنیو چارو د مرستیال په مشرۍ یوه پلاوي د خیبر پښتونخوا په بشام ولسوالۍ کې د وروستي برید موندنې د سرپرست حکومت له چارواکو سره شریکې کړې دي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، محمد خرم آغا د دغه پلاوي په مشرۍ د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له مرستیال محمد نبي عمري سره وکتل او د دغه برید د عاملینو په موندلو کې یې له اسلامي امارت څخه د مرستې غوښتنه وکړه.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د سرپرست حکومت چارواکو ژمنه کړې چې د څېړنو د پایلو په بشپړولو کې به همکاري کوي او دواړو لورو هوکړه کړې چې د ترهګرو د ګواښونو د مخنیوي لپاره به په ګډه کار کوي.
ویل کېږي چې د روان کال د مارچ په ۲۶مه د خیبر پښتونخوا په بشام ولسوالۍ کې په یوه ځانمرګي برید کې پنځه چینایان او یو پاکستانی وژل شوي وو.