کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت:

په خیبر پښتونخوا کې د برید په تړاو موندنې د افغان سرپرست حکومت له چارواکو سره شریکې شوې دي

12 جوزا 1403 ساعت 10:00

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د دغه هېواد یوه پلاوي په خیبر پښتونخوا کې د وروستي برید موندنې چې پکې چینايي اتباع په نښه شوي، د افغانستان د سرپرست حکومت له چارواکو سره شریک کړي دي.


آوا: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دغه هېواد د کورنیو چارو د مرستیال په مشرۍ یوه پلاوي د خیبر پښتونخوا په بشام ولسوالۍ کې د وروستي برید موندنې د سرپرست حکومت له چارواکو سره شریکې کړې دي. 

د دغه وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، محمد خرم آغا د دغه پلاوي په مشرۍ د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له مرستیال محمد نبي عمري سره وکتل او د دغه برید د عاملینو په موندلو کې یې له اسلامي امارت څخه د مرستې غوښتنه وکړه.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د سرپرست حکومت چارواکو ژمنه کړې چې د څېړنو د پایلو په بشپړولو کې به همکاري کوي او دواړو لورو هوکړه کړې چې د ترهګرو د ګواښونو د مخنیوي لپاره به په ګډه کار کوي.

ویل کېږي چې د روان کال د مارچ په ۲۶مه د خیبر پښتونخوا په بشام ولسوالۍ کې په یوه ځانمرګي برید کې پنځه چینایان او یو پاکستانی وژل شوي وو.


د مطلب کود: 291304

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291304/په-خیبر-پښتونخوا-کې-د-برید-تړاو-موندنې-افغان-سرپرست-حکومت-له-چارواکو-سره-شریکې-شوې-دي

آوا
  https://www.avapress.com