افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغه ریاست په یوه خبرپاڼه کې نن (پنجشنبه، د جوزا ۱۰مه) او سبا په یادو ولایتونو کې د اورښتونو او سیلابونو وړاندوینه شوې ده.
د هوا پېژندنې ادارې د وړاندوینې له مخې په دغو ولایتونو کې به د اورښت اندازه له ۱۵ تر ۲۵ ملي مترو پورې وي.
د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په لوېديځو، سوېلي، ختيځو او مرکزي ولايتونو کې هم په يو ساعت کې د ٦٠ او ٨٠ کيلومترو په سرعت سره د سختو بادونو وړاندوينه کړې ده.
باید وویل شي، چې سږ کال د هېواد ډېری ولایتونه د سختو بارانونو او سیلابونو شاهدان دي.