کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هوا پېژندنې ادارې په بدخشان او نورستان ولایتونو کې د سختو اورښتونو خبرداری ورکړی

10 جوزا 1403 ساعت 14:28

د ترانسپورت او ملکي هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست په بدخشان او نورستان ولایتونو کې نن او سبا (د جوزا په ۱۰ مه او ۱۱ مه) د باران او سیلابونو د راوتلو د احتمال خبرداری ورکړی دی.


آوا - کابل: د دغه ریاست په یوه خبرپاڼه کې نن (پنجشنبه، د جوزا ۱۰مه) او سبا په یادو ولایتونو کې د اورښتونو او سیلابونو وړاندوینه شوې ده.

د هوا پېژندنې ادارې د وړاندوینې له مخې په دغو ولایتونو کې به د اورښت اندازه له ۱۵ تر ۲۵ ملي مترو پورې وي.

د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په لوېديځو، سوېلي، ختيځو او مرکزي ولايتونو کې هم په يو ساعت کې د ٦٠ او ٨٠ کيلومترو په سرعت سره د سختو بادونو وړاندوينه کړې ده.

باید وویل شي، چې سږ کال د هېواد ډېری ولایتونه د سختو بارانونو او سیلابونو شاهدان دي.


د مطلب کود: 291260

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291260/د-هوا-پېژندنې-ادارې-په-بدخشان-او-نورستان-ولایتونو-کې-سختو-اورښتونو-خبرداری-ورکړی

آوا
  https://www.avapress.com