افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت د مالیې وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغو هنګرونو او لیلیې کار په چټکۍ سره روان دی.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د دغو پروژو په بشپړېدو سره به د دغه ګمرک سوداګرو او کارکوونکو ته لازمې اسانتیاوې رامنځته شي او د هېواد د صادراتي توکو د خرابېدو مخه به ونیول شي.
د یادولو وړ ده چې د ابو نصر فراهي ګمرک د هیواد یو له مهمو ګمرکونو څخه دی.