د مالیې وزارت د ۴۶،۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د فراه ولایت د ابو نصر فراهي په ګمرک کې د دوو هنګرونو او لیلیې د جوړولو خبر ورکوي.
د ابو نصر فراهي ګمرک د څه باندې ۴۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د جوړېدو چارې روانې دي
10 جوزا 1403 ساعت 11:15
د مالیې وزارت د ۴۶،۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د فراه ولایت د ابو نصر فراهي په ګمرک کې د دوو هنګرونو او لیلیې د جوړولو خبر ورکوي.
آوا - کابل: د اسلامی امارت د مالیې وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغو هنګرونو او لیلیې کار په چټکۍ سره روان دی.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د دغو پروژو په بشپړېدو سره به د دغه ګمرک سوداګرو او کارکوونکو ته لازمې اسانتیاوې رامنځته شي او د هېواد د صادراتي توکو د خرابېدو مخه به ونیول شي.
د یادولو وړ ده چې د ابو نصر فراهي ګمرک د هیواد یو له مهمو ګمرکونو څخه دی.
د مطلب کود: 291236