افغان غږ خبری آژانس: د المیادین د خبر له مخې، د غزې تړانګې د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷ نیټې څخه تر اوسه پورې په غزې تړانګې د صهیونیسټي رژیم د حملو د شهیدانو شمیر ۳۶۱۷۱ تنو ته رسیدلی دی او د ټپيانو شمېره ۸۱ زره او ۴۲۰ تنو ته لوړه شوې ده.
دغه وزارت زیاته کړه چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې صهیونیسټ رژیم د غزې په تړانګه کښې د ډله ایزې وژنې شپږ نور جنایتونه ترسره کړل چې په ترڅ کښې یې ۷۵ فلسطینیان شهیدان او ۲۸۴ تنه ژوبل شوي.
د غزې تړانګې د روغتیا وزارت د چارواکو په وینا، د یو شمېر شهیدانو جسدونه لا هم په کوڅو او خټو کې پراته دي او سرې میاشتې او ژغورونکي ځواکونه د ټپیانو د مرستې توان نه لري.