کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د غزې د شهیدانو شمېر ۳۶ زره ۱۷۱ تنو ته لوړ شو

10 جوزا 1403 ساعت 10:09

د فلسطین د روغتیا وزارت په غزې تړانګه کښې د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې د شهیدانو شمیر ۳۶ زره ۱۷۱ تنو ته او د زخمیانو شمیر ۸۱ زره ۴۲۰ ته لوړ شوی دی.


آوا: د المیادین د خبر له مخې، د غزې تړانګې د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷ نیټې څخه تر اوسه پورې په غزې تړانګې د صهیونیسټي رژیم د حملو د شهیدانو شمیر ۳۶۱۷۱ تنو ته رسیدلی دی او د ټپيانو شمېره ۸۱ زره او ۴۲۰ تنو ته لوړه شوې ده.

دغه وزارت زیاته کړه چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې صهیونیسټ رژیم د غزې په تړانګه کښې د ډله ایزې وژنې شپږ نور جنایتونه ترسره کړل چې په ترڅ کښې یې ۷۵ فلسطینیان شهیدان او ۲۸۴ تنه ژوبل شوي.

د غزې تړانګې د روغتیا وزارت د چارواکو په وینا، د یو شمېر شهیدانو جسدونه لا هم په کوڅو او خټو کې پراته دي او سرې میاشتې او ژغورونکي ځواکونه د ټپیانو د مرستې توان نه لري.


د مطلب کود: 291230

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291230/د-غزې-شهیدانو-شمېر-۳۶-زره-۱۷۱-تنو-ته-لوړ-شو

آوا
  https://www.avapress.com