افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی، چې د بامیان ولایت له کانونو څخه را ایستل شوی ۲۰ زره ټنه جست یې د ۷،۸ میلیونه ډالرو په ارزښت پلورلی دی.
دغه وزارت نن (چهارشنبه د جوزا ۹ مه) اعلان وکړ چې دغه مقدار د «داوطلبی» له لارې پلورل شوی دی.
د کانونو او پټرولیم وزارت هم زیاته کړه چې په دې داوطلبۍ کې ۳۱ شرکتونو برخه اخیستې وه، خو "وکیلی لمیټډ" د لوړې بیې په وړاندې کولو سره بریالۍ شوه.
د کانونو وزارت د اعلامیې له مخې، دغه شرکت د هر ټن د استخراج لپاره ۳۹۰ میلیونه ډالره بیه وړاندې کړې ده.
په همدې حال کې د کانونو او پټرولیم وزارت پرون اعلان وکړ چې د امو سیند له حوزې څخه یې د څه باندې ۳۳ میلیونه ډالرو په ارزښت ۶۰ زره ټنه خام تېل پلورلي دي.