کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له بامیان څخه ۲۰ زره ټنه استخراج شوي جست د ۷۸۰۰ زره ډالرو په ارزښت وپلورل شول

10 جوزا 1403 ساعت 9:57

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د یوې داوطلبۍ په ترڅ کې د اووه میلیونه او ۸۰۰ زره ډالرو په ارزښت د بامیان ولایت له کانونو څخه د ۲۰ زره ټنه جستو د استخراج اعلان کړی دی.


آوا - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی، چې د بامیان ولایت له کانونو څخه را ایستل شوی ۲۰ زره ټنه جست یې د ۷،۸ میلیونه ډالرو په ارزښت پلورلی دی.

دغه وزارت نن (چهارشنبه د جوزا ۹ مه) اعلان وکړ چې دغه مقدار د «داوطلبی» له لارې پلورل شوی دی.

د کانونو او پټرولیم وزارت هم زیاته کړه چې په دې داوطلبۍ کې ۳۱ شرکتونو برخه اخیستې وه، خو "وکیلی لمیټډ" د لوړې بیې په وړاندې کولو سره بریالۍ شوه.

د کانونو وزارت د اعلامیې له مخې، دغه شرکت د هر ټن د استخراج لپاره ۳۹۰ میلیونه ډالره بیه وړاندې کړې ده.

په همدې حال کې د کانونو او پټرولیم وزارت پرون اعلان وکړ چې د امو سیند له حوزې څخه یې د څه باندې ۳۳ میلیونه ډالرو په ارزښت ۶۰ زره ټنه خام تېل پلورلي دي.


د مطلب کود: 291224

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291224/له-بامیان-څخه-۲۰-زره-ټنه-استخراج-شوي-جست-د-۷۸۰۰-ډالرو-په-ارزښت-وپلورل-شول

آوا
  https://www.avapress.com