افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د جوزجان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اجراییوي رییس ذبیح الله خیراندېش وویل: د کرنې لپاره د ملاتړ او مرستو د پروګرامونو په دوام، دا ځل مو وتوانیدل چې 2,113 بزګرانو ته د "Action Aid" د دفتر په مرسته د میوو اصلاح شوي تخمونه وویشل شول.
ده څرګنده کړه: په دغو بزګرانو تور او سپين يوريا کيمياوي سرې هم ويشل شوي دي او زموږ هدف د بزګرانو ملاتړ او د هغوى پياوړي کول دي.
په ورته وخت کې یو شمېر ګټه اخیستونکي بزګران وايي: د هېواد په هره کچه د کرنې او مالدارۍ ملاتړ د ستایلو وړ دی، خو کروندګر د ډېرو ستونزو له امله لا زیاتو ملاتړي پروګرامونو ته اړتیا لري.
د يادونې وړ ده، چې د جوزجان ولايت کروندګر زياتره مزدوران دي او پرله پسې وچکالۍ يې له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.