کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په جوزجان ولایت کې کروندګرو ته د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرې ویش

10 جوزا 1403 ساعت 9:49

د جوزجان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د "Action Aid" د دفتر په مرسته په ۲۱۱۳ بزګرانو باندې د کیمیاوي سرې ترڅنګ د جلغوزیو او د میوو اصلاح شوي تخمونه وویشل.


آوا - مزار شریف: د جوزجان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اجراییوي رییس ذبیح الله خیراندېش وویل: د کرنې لپاره د ملاتړ او مرستو د پروګرامونو په دوام، دا ځل مو وتوانیدل چې 2,113 بزګرانو ته د "Action Aid" د دفتر په مرسته د میوو اصلاح شوي تخمونه وویشل شول.

ده څرګنده کړه: په دغو بزګرانو تور او سپين يوريا کيمياوي سرې هم ويشل شوي دي او زموږ هدف د بزګرانو ملاتړ او د هغوى پياوړي کول دي.

په ورته وخت کې یو شمېر ګټه اخیستونکي بزګران وايي: د هېواد په هره کچه د کرنې او مالدارۍ ملاتړ د ستایلو وړ دی، خو کروندګر د ډېرو ستونزو له امله لا زیاتو ملاتړي پروګرامونو ته اړتیا لري.

د يادونې وړ ده، چې د جوزجان ولايت کروندګر زياتره مزدوران دي او پرله پسې وچکالۍ يې له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.


د مطلب کود: 291221

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291221/په-جوزجان-ولایت-کې-کروندګرو-ته-د-اصلاح-شویو-تخمونو-او-کیمیاوي-سرې-ویش

آوا
  https://www.avapress.com