افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د کار او ټولنیزو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې قطر ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه وزارت سرپرست ملا عبدالمنان عمري د دغه هیواد د کار وزیر ډاکټر علي بن سمیخ الموري سره وکتل.
د وزارت په وینا، په دې کتنه کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو په ځانګړي ډول د افغان کارګرانو پر ستونزو خبرې وکړې.
په ورته وخت کې د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست د دغه هېواد په رسمي بلنه قطر ته د یوه رسمي پلاوي په مشرۍ سفر وکړ.