د کار او ټولنیزو چارو وزارت د قطر د کار له وزیر سره د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو په تېره بیا د افغان کارګرانو د ستونزو په اړه د دغه وزارت د سرپرست د لیدنې او بحث خبر ورکړی دی.
"په قطر کې افغان کارګران" د دواړو هېوادونو د کار وزارت د چارواکو تر منځ د بحث موضوع
9 جوزا 1403 ساعت 13:56
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د قطر د کار له وزیر سره د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو په تېره بیا د افغان کارګرانو د ستونزو په اړه د دغه وزارت د سرپرست د لیدنې او بحث خبر ورکړی دی.
آوا - کابل: د اسلامي امارت د کار او ټولنیزو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې قطر ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه وزارت سرپرست ملا عبدالمنان عمري د دغه هیواد د کار وزیر ډاکټر علي بن سمیخ الموري سره وکتل.
د وزارت په وینا، په دې کتنه کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو په ځانګړي ډول د افغان کارګرانو پر ستونزو خبرې وکړې.
په ورته وخت کې د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست د دغه هېواد په رسمي بلنه قطر ته د یوه رسمي پلاوي په مشرۍ سفر وکړ.
د مطلب کود: 291198