دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۹ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۰۰
د مطلب کود : 291170
په سمنګان ولايت کې د ډبرو سکرو د کان څلور کارکوونکي ووژل شول
د سمنګان ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند وايي چې نن (د جوزا په ٨ مه) د دره صوف بالا ولسوالۍ د ډبرو سکرو په يوه کان کې د ګازو د خپرېدو له امله څلور تنه کارګران مړه شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف : د سمنګان ولایت د پولیسو ویاند حشمت الله رحمانی په دغه ولایت کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د څلورو کارګرانو د وژل کیدو خبر ورکړی دی. 

ده زياته کړه: وژل شوي کارکوونکي د باميانو او بلخ ولايتونو اوسيدونکي وو او مړي يې خپلو کورنيو ته سپارل شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې دا لومړى ځل نه دى، چې د دره صوف بالا ولسوالۍ د ډبرو سکرو په کان کې کارګران خپل ژوند له لاسه ورکوي. وخت په وخت په دغو کانونو کې د مزدورانو د وژل کېدو خبرونه خپرېږي.

دغه راز د کانونو په برخه کې د کاري کړنلارو نه مراعات او د ځانګړو جامو نشتوالی په هېواد کې د کانونو د کارګرانو د مړینې لوی لاملونه دي.
https://avapress.com/vdcfeyd0xw6d1ya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته