کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په سمنګان ولايت کې د ډبرو سکرو د کان څلور کارکوونکي ووژل شول

9 جوزا 1403 ساعت 10:00

د سمنګان ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند وايي چې نن (د جوزا په ٨ مه) د دره صوف بالا ولسوالۍ د ډبرو سکرو په يوه کان کې د ګازو د خپرېدو له امله څلور تنه کارګران مړه شوي دي.


آوا - مزار شریف : د سمنګان ولایت د پولیسو ویاند حشمت الله رحمانی په دغه ولایت کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د څلورو کارګرانو د وژل کیدو خبر ورکړی دی. 

ده زياته کړه: وژل شوي کارکوونکي د باميانو او بلخ ولايتونو اوسيدونکي وو او مړي يې خپلو کورنيو ته سپارل شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې دا لومړى ځل نه دى، چې د دره صوف بالا ولسوالۍ د ډبرو سکرو په کان کې کارګران خپل ژوند له لاسه ورکوي. وخت په وخت په دغو کانونو کې د مزدورانو د وژل کېدو خبرونه خپرېږي.

دغه راز د کانونو په برخه کې د کاري کړنلارو نه مراعات او د ځانګړو جامو نشتوالی په هېواد کې د کانونو د کارګرانو د مړینې لوی لاملونه دي.


د مطلب کود: 291170

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291170/په-سمنګان-ولايت-کې-د-ډبرو-سکرو-کان-څلور-کارکوونکي-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com