افغان غږ خبری آژانس - کابل: د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې پرون (دوشنبه د جوزا ۷ مه) ۳۴۸۲ افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه په خپله خوښه او جبري توګه افغانستان ته راستانه شوي دي.
دغه وزارت همدا راز زیاته کړې، چې ۲۸۵۹ افغان کډوال د اسلام کلا له لارې او ۶۲۳ نور یې د تورخم او سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په دغو راستنېدونکو کې د نغدي مرستو پر وېش سربېره ځينې نور يې هم د مرستو د ترلاسه کولو په موخه مرستندويه بنسټونو ته معرفي شوي دي.
باید وویل شي، چې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ دوام لري.