کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له ایران او پاکستان څخه څه باندې درې زره کډوال هېواد ته راستانه شول

9 جوزا 1403 ساعت 9:45

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له پاکستان او ایران څخه د څه باندې درې زره افغان کډوالو جبري او داوطلبانه راستنېدل اعلان کړي او ویلي یې دي چې له دغو راستنېدونکو څخه یو شمېر ته نغدي مرستې هم وېشل شوې دي.


آوا - کابل: د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې پرون (دوشنبه د جوزا ۷ مه) ۳۴۸۲ افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه په خپله خوښه او جبري توګه افغانستان ته راستانه شوي دي.

دغه وزارت همدا راز زیاته کړې، چې ۲۸۵۹ افغان کډوال د اسلام کلا له لارې او ۶۲۳ نور یې د تورخم او سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په دغو راستنېدونکو کې د نغدي مرستو پر وېش سربېره ځينې نور يې هم د مرستو د ترلاسه کولو په موخه مرستندويه بنسټونو ته معرفي شوي دي.

باید وویل شي، چې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ دوام لري.


د مطلب کود: 291166

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291166/له-ایران-او-پاکستان-څخه-څه-باندې-درې-زره-کډوال-هېواد-ته-راستانه-شول

آوا
  https://www.avapress.com