دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۰۶
د مطلب کود : 291143
په نيمروز کې نږدې دوه ټنه نشه يي توکي له منځه يوړل شول
د نيمروز ولايت سيمه ييز چارواکي وايي، چې د نيمروز امنيه قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مديريت له لوري په دغه ولايت کې نږدې دوه ټنه نشه يي توکي وسوځول شول.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د نیمروز د امنیې قوماندانۍ له نشه‎يي توکو سره د مبارزې مدیریت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دغه ولایت کې نږدې دوه ټنه نشه يي توکي وسوځول شول.

دغه راز د نيمروز د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدير زياتوي چې په دغو توکو کې شيشه، هيروين، ترياک، چرس، ايفيډرين، رواني ګولۍ، زرګونه ليتره تيزاب او د نشه يي توکو د جوړولو مواد شامل دي.

د دوى په وينا، ياد شوي سوځول شوي توکي د شپږو مياشتو په اوږدو کې، د عملياتو او د پوليسو د پلټنو پر مهال د نيمروز په ښار او يو شمېر ولسواليو کې کشف او ترلاسه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له جوړېدو وروسته د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه او له منځه وړل د دغه حکومت له سترو لاسته راوړنو څخه ګڼل کېږي.
https://avapress.com/vdcfjyd0mw6d1ya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته