کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په نيمروز کې نږدې دوه ټنه نشه يي توکي له منځه يوړل شول

8 جوزا 1403 ساعت 15:06

د نيمروز ولايت سيمه ييز چارواکي وايي، چې د نيمروز امنيه قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مديريت له لوري په دغه ولايت کې نږدې دوه ټنه نشه يي توکي وسوځول شول.


آوا - کابل: د نیمروز د امنیې قوماندانۍ له نشه‎يي توکو سره د مبارزې مدیریت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دغه ولایت کې نږدې دوه ټنه نشه يي توکي وسوځول شول.

دغه راز د نيمروز د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدير زياتوي چې په دغو توکو کې شيشه، هيروين، ترياک، چرس، ايفيډرين، رواني ګولۍ، زرګونه ليتره تيزاب او د نشه يي توکو د جوړولو مواد شامل دي.

د دوى په وينا، ياد شوي سوځول شوي توکي د شپږو مياشتو په اوږدو کې، د عملياتو او د پوليسو د پلټنو پر مهال د نيمروز په ښار او يو شمېر ولسواليو کې کشف او ترلاسه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له جوړېدو وروسته د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه او له منځه وړل د دغه حکومت له سترو لاسته راوړنو څخه ګڼل کېږي.


د مطلب کود: 291143

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291143/په-نيمروز-کې-نږدې-دوه-ټنه-نشه-يي-توکي-له-منځه-يوړل-شول

آوا
  https://www.avapress.com