افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د «ساکو افغان» خصوصي شرکت مسوولینو د دغه وزارت له سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور سره په لیدنه کې په لوګر ولایت کې د سمنټو د استخراج په برخه کې د ۱۰۰ میلیونه ډالرو پانګونې هوکړه شوې ده.
له بلې خوا په دې کتنه کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست له دوی سره د لازمو همکاریو او د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو ژمنه وکړه.
باید وویل شي، چې په ټول هېواد کې د امنیت له ټینګښت سره په افغانستان کې د پانګونې لپاره د بهرنیو او کورنیو خصوصي شرکتونو لېوالتیا زیاته شوې ده.