کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

یو خصوصي شرکت د سمنټو په استخراج کې ۱۰۰ میلیونه ډالره پانګونه کوي

8 جوزا 1403 ساعت 13:27

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت په لوګر ولایت کې د سمنټو د استخراج په برخه کې د ۱۰۰ میلیونه ډالرو پانګونې لپاره د یوه خصوصي شرکت لېوالتیا ښودلې ده.


آوا - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د «ساکو افغان» خصوصي شرکت مسوولینو د دغه وزارت له سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور سره په لیدنه کې په لوګر ولایت کې د سمنټو د استخراج په برخه کې د ۱۰۰ میلیونه ډالرو پانګونې هوکړه شوې ده.

له بلې خوا په دې کتنه کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست له دوی سره د لازمو همکاریو او د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو ژمنه وکړه.

باید وویل شي، چې په ټول هېواد کې د امنیت له ټینګښت سره په افغانستان کې د پانګونې لپاره د بهرنیو او کورنیو خصوصي شرکتونو لېوالتیا زیاته شوې ده.


د مطلب کود: 291132

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291132/یو-خصوصي-شرکت-د-سمنټو-په-استخراج-کې-۱۰۰-میلیونه-ډالره-پانګونه-کوي

آوا
  https://www.avapress.com