افغان غږ خبری آژانس - کابل: رویټرز خبري آژانس د ضمیر کابلوف په حواله خبر ورکړی، چې اسلامي امارت ته د جون له ۵ څخه تر ۸ نیټې پورې د سنټ پیټرزبورګ په نړیوال اقتصادي فورم کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.
د سینټ پیټرزبورګ غونډه، چې یو وخت د لویدیځ سی ای او او د لندن او نیویارک د پانګونې بانکدارانو کوربه و، د اوکراین د جګړې راهیسې د پام وړ بدلون موندلی دی.
په همدې حال کې په مسکو کې د اسلامي امارت د سفارت شارژدافیر جمال ناصر غروال هم د ۲۰۲۲ کال د سنټ پیټرزبورګ په ۲۵ مه اقتصادي غونډه (SPIEF) کې ګډون وکړ.
اسلامي امارت په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.
تر دې مخکې کابلوف ویلي وو چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو ولادیمیر پوتین ته وړاندیز کړی چې د اسلامي امارت نوم د ترهګرو ډلو له لست څخه وباسي.
د نوموړي په وینا، په افغانستان کې د واک له راتلو وروسته، اسلامي امارت د رسمیت لپاره اوږده لاره تللې ده.