کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د روسیې لخوا په لویه اقتصادي غونډه کې اسلامي امارت ته د ګډون بلنه

8 جوزا 1403 ساعت 10:40

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د مسکو په ستر کلني اقتصادي فورم کې د ګډون لپاره د اسلامي امارت مشرانو ته بلنه ورکړې ده.


آوا - کابل: رویټرز خبري آژانس د ضمیر کابلوف په حواله خبر ورکړی، چې اسلامي امارت ته د جون له ۵ څخه تر ۸ نیټې پورې د سنټ پیټرزبورګ په نړیوال اقتصادي فورم کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

د سینټ پیټرزبورګ غونډه، چې یو وخت د لویدیځ سی ای او او د لندن او نیویارک د پانګونې بانکدارانو کوربه و، د اوکراین د جګړې راهیسې د پام وړ بدلون موندلی دی.

په همدې حال کې په مسکو کې د اسلامي امارت د سفارت شارژدافیر جمال ناصر غروال هم د ۲۰۲۲ کال د سنټ پیټرزبورګ په ۲۵ مه اقتصادي غونډه (SPIEF) کې ګډون وکړ.

اسلامي امارت په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې کابلوف ویلي وو چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو ولادیمیر پوتین ته وړاندیز کړی چې د اسلامي امارت نوم د ترهګرو ډلو له لست څخه وباسي.

د نوموړي په وینا، په افغانستان کې د واک له راتلو وروسته، اسلامي امارت د رسمیت لپاره اوږده لاره تللې ده.


د مطلب کود: 291099

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291099/د-روسیې-لخوا-په-لویه-اقتصادي-غونډه-کې-اسلامي-امارت-ته-ګډون-بلنه

آوا
  https://www.avapress.com