افغان غږ خبری آژانس - کابل: د احصایې او اطلاعاتو ملي ادارې مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په تېر هجري لمریز کال کې یوازې د کابل ښار د کارته پروان د تذکرو د وېش مرکز لخوا ۸۰ زره برېښنايي تذکرې وېشل شوې دي.
د چارواکو په وينا، دغه مرکز په تېر کال کې درې زره نورو هېوادوالو ته هم د تذکرو د وېش خدمتونه وړاندې کړي دي.
په ورته وخت کې یو شمېر ښاریان دغه مرکز ته له تګ وروسته ګڼه ګوڼه ډېره ګڼي او له حکومت څخه د دې ستونزې د هواري لپاره د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه کوي.