کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې د الکترونیکي تذکرو د وېش یوه مرکز ۸۰ زره تذکرې وېشلې دي

7 جوزا 1403 ساعت 15:40

د احصایې او اطلاعاتو د ملي ادارې مسوولین وايي، د تېر کال په اوږدو کې د کابل په کارته پروان کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش مرکز له خوا ۸۰ زره برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.


آوا - کابل: د احصایې او اطلاعاتو ملي ادارې مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په تېر هجري لمریز کال کې یوازې د کابل ښار د کارته پروان د تذکرو د وېش مرکز لخوا ۸۰ زره برېښنايي تذکرې وېشل شوې دي.
 
د چارواکو په وينا، دغه مرکز په تېر کال کې درې زره نورو هېوادوالو ته هم د تذکرو د وېش خدمتونه وړاندې کړي دي.
 
په ورته وخت کې یو شمېر ښاریان دغه مرکز ته له تګ وروسته ګڼه ګوڼه ډېره ګڼي او له حکومت څخه د دې ستونزې د هواري لپاره د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه کوي.


د مطلب کود: 291068

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291068/په-کابل-کې-د-الکترونیکي-تذکرو-وېش-یوه-مرکز-۸۰-زره-تذکرې-وېشلې-دي

آوا
  https://www.avapress.com