افغان غږ خبری آژانس – کابل: د هلمند د کرنې او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دغه ولایت کې د یوه خصوصي سکتور له خوا د کبانو پنځه فارمونه جوړ شوي دي.
ویل کیږي چې دغه فارمونه په یوه موده کې د دولس زره پنځه سوه کبانو د روزلو وړتیا لري.
د يادونې وړ ده، چې د ورکړل شويو شمېرو له مخې، په هلمند ولايت کې د کبانو درې زره فارمونه شتون لري، چې دغه فارمونه په کال کې تر اويا ټنو پورې کبان توليدوي.
په همدې حال کې د دغو فارمونو په زیاتوالي سره به له نورو هېوادونو څخه د ماهیانو د واردات کمه شي.