کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هلمند ولایت کې د کبانو د روزنې پنځه فارمونه جوړ شوي

7 جوزا 1403 ساعت 14:39

د هلمند د کرنې او مالدارۍ ریاست په دغه ولایت کې د کبانو پنځه نوي فارمونه جوړ کړي دي.


آوا – کابل: د هلمند د کرنې او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دغه ولایت کې د یوه خصوصي سکتور له خوا د کبانو پنځه فارمونه جوړ شوي دي.
 
ویل کیږي چې دغه فارمونه په یوه موده کې د دولس زره پنځه سوه کبانو د روزلو وړتیا لري.
 
د يادونې وړ ده، چې د ورکړل شويو شمېرو له مخې، په هلمند ولايت کې د کبانو درې زره فارمونه شتون لري، چې دغه فارمونه په کال کې تر اويا ټنو پورې کبان توليدوي.
 
په همدې حال کې د دغو فارمونو په زیاتوالي سره به له نورو هېوادونو څخه د ماهیانو د واردات کمه شي.


د مطلب کود: 291060

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291060/په-هلمند-ولایت-کې-د-کبانو-روزنې-پنځه-فارمونه-جوړ-شوي

آوا
  https://www.avapress.com