افغان غږ خبری آژانس - کابل: د قطر د سرې میاشتې د نړیوالو مرستو او پراختیا رئیس محمد صلاح ابراهیمي په کابل کې په یوه غونډه کې وویل چې هېواد یې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ۱۰ روغتیايي مرکزونه جوړوي.
د ښاغلي ابراهیمي په وینا، دغه روغتیايي مرکزونه به په کال کې شاوخوا ۲۵۰ زره میندو او ماشومانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي.
په ورته وخت کې د نړیوالو مرستو د بندېدو له امله د افغانستان روغتیايي سیستم له بېلابېلو ستونزو او په ځانګړې توګه د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو له نشتوالي سره مخ دی.